د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د مې په درېيمه نېټه، د ايران د ګلستان په ولايت د سکرو په يو کان کې چاودنې لږ تر لږه يوويشت کارګران ووژل. د ګلستان ولايت د ژغورنې بيورو چارواکي وويل، د اولې پلټنې سره سم، په کان کې د ګازو د چاودنې له امله دغه کان نړېدلی دی او په هغه وخت کې پنځه دېرش کارګرانو تر ځمکې لاندې کار کاوه. تر اوسه پورې يوويشت جسدونه پيدا شوي دي، د بند شويو کارګرو د ژغورنې کار روان دی. (شکريه)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |