د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د سعودي عربستان، عربي متحده اماراتو او يمن استازو د مې په درېيمه نېټه د سعودي عربستان په دوهم لوی ښار جداه کې د لومړي حل لپاره د درېيو خواوو غونډه تر سره کړه چې موخه يې د حوثيانو سره په جګړه کې د ګډو پوځونو تر منڅ د همغږۍ او همکارۍ پياوړتيا ده.
د سعودي عربستان اژانس خبر ورکړ چې برخوالو په يمن کې د ګډو ځواکونو د پوځي او امنيتي عملياتو د پرمختګ په اړه نظريې څرګندې کړې. په راتلونکې کې به دغه غونډه د ټاکلي وخت سره سم تر سره شي.
د ۲۰۱۵م کال په مارچ کې، د سعودي عربستان په ګډون څو هېوادونو پر خوثيانو پوځي عمليات پيل کړل. (شکريه)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |