CRI Online

د چين شرکتونه د ترکيې د ۵G په مخابراتي بازار کې مثبت رول لوبوي

cri     (GMT+08:00) 2017-05-04 10:11:31

د سينهوا اژانس د خبر له مخېو د ترکيې مالوماتی او د مخابراتي تخنيکونو د صنايعو سرمشريزه غونډه د مې په درېيمه نېټه د ترکيې په پلازمينه انقره کې تر سره شوه او عمده موضوع يې ۵G او آينده ده. د هوا وې شرکت په ګډون چيني شرکتونو د چين د ۵G مخابراتي تخنيک د خپرولو او ورمعرفی کولو لپاره ډول ډول فعاليتونه تر سره کړي څو چې د ترکيې د ۵G په مخابراتي بازار کې ګټه واخلي.

په ترکيه کې د چين لوی سفير يوو هونګ يانګ وويل، د ترکيې مخابراتي بازار د اروپا او اسيا په پل کې د نورو هېوادونو په پرتله غوره دی او لا روښانه آينده لري. چين او ترکيه د مالوماتی او مخابراتي چارو په ساحو، په تيره بيا د ۵G تخنيک په برخه کې د همکارۍ پراخ فرصتونه لري. دغه سرمشريزه غونډه به د ترکيې د مخابراتي تخنيک توان لا لوړ کړي. (شکريه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای