CRI Online

د يوه کمربند او يوې لارې د ستراتيژۍ د پلی کولو له امله د اړوندو هېوادونو ځوانانو ته د کار او پرمختګ لازيات فرصتونه برابريږي

cri     (GMT+08:00) 2017-05-04 10:54:58

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې د يوه کمربند او يوې لارې په هکله د نړيوالې همکارۍ لوړ پوړي فورم به ژر په بېجينګ کې پيل شي چې دا به د يوه کمربند او يوې لارې د ستراتيژۍ له وړاندې کولو راهيسې تر ټولو لويه غونډه وي.د پاکستان د ځوانانو د ګډې ټولنې رئيس حنان علي عباسي د دې په هکله خپله هيله څرګنده کړه او زمونږ له خبريال سره يې د مرکې په ترڅ کې وويل چې د يوه کمربند او يوې لارې په چوکاټ کې د چين او پاکستان ترمنځ د اقتصادي دهليز پروژې په پرمخبيولو سره د پاکستان د اقتصادي پرمختګ نوې پاڼه پيل شوه چې پاکستاني ځوانان به په هر اړخيزه توګه ترې ګټې واخلي.

نوموړي وويل چې پاکستاني ځوانان د دې هېواد يوه شتمنۍ ده .د دواړو هېوادونو ترمنځ د تګ راتګ د زياتوالي له امله به  پاکستاني ځوانانو ته د کار او پرمختګ لازيات فرصتونه برابر شي. غاټول

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای