د چين د نيوز اژانس د خبر له مخې پر ځايي وخت د مې په درېيمه نېټه د روسيې ولسمشر ولاديمير پوتين وويل چې امريکا داسې منلې چې په سوريه کې د امنيتي سيمې جوړونه د اوربند ميکانيزم د تامينولو لپاره ګټوره ده .
دغه څرګندونې په همدې ورځ پوتين په سوچي کې د ترکيې له ولسمشر تايب ايردوګان سره تر خبرو اترو وروسته وکړې.هغه وويل چې سياسي لار د سوريې بحران د حل وفصل يوازنۍ لار ده.په سوريه کې د سياسي بهير د روانېدو لپاره بايد په ځايي سيمه کې د اوربند تړون عملی شي. روسيه ، ترکيه او ايران فکر کوي چې څنګه به د اوربند ميکانيزم تامين شي.
په همدې ورځ ايردوګان وويل چې له ولسمشر پوتين سره يې د يادې امنيتي سيمې د جوړولو په هکله بحث وکړ.په دې هکله د روسيې او تر کيې ګډ عمليات د منځني ختيځ پر حالت اغيزه شي. غاټول
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |