د سينهوا اژانس د خبر له مخې د سوريې د بهرنيو چارو وزارت د روانې مياشتې په درېيمه نېټه اعلان وکړ چې سوري حکومت د دې هېواد په ځينو ځايونو کې د امنيتي سيمو د جوړولو په هکله د روسيې له وړانديز څخه ملاتړکوي.
دغه وزارت پر دې ټينګار وکړ چې د خلکو د ساتلو او د شخړو د کمولو د په نظر کې نيولو سره سوري حکومت د روسيې له دغه وړانديز څخه ملاتړ کوي ، خو په عين وخت کې د سوريې حکومتی پوځ او د دوی ملګري به د ترهګرۍ پرضد مبارزې ته دوام ور کړي.
په استانا کې د سوريې مسئلې په هکله د نوي پړاو سوله ييزې خبرې اترې د روانې مياشتې له درېيمې نيټې څخه پيل شوې او پکې به برخه وال د دغو امنيتي سيمو د جوړولو په هکله بحث وکړي. غاټول
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |