CRI Online

د اسيا او افريقا ترمنځ د قانوني مشورتي سازمان ۵۶مه غونډه تر سره شوه

cri     (GMT+08:00) 2017-05-04 14:40:11

د سين هوا اژانس د خبر له مخې،د اسيا او افريقا ترمنځ د قانوني مشورتي سازمان ۵۶مه کلنۍ غونډه د می له لومړۍ نېټې څخه تر ۵مې نېټې پورې د کينيا په پلازمينه نايروبي کې تر سره شوه.د چين د بهرنيو چارو وزارت د تړونونو او قوانينو لوی مدير شيو هونګ د چيني پلاوي په مشرۍ په دغه غونډه کې ګډون درلود.

ښاغلي شيو په خپله وينا کې وويل چې د چين حکومت نړيوالو قوانينو ته په ډېره درنه سترګه ګوري او په فعاله توګه د م م او نورو نړيوالو او سيمه ييزو سازمانونو په چارو کې ګډون کوي چې د نړيوالې قانوني نظام ساتونکی او جوړونکی دی.اسيايي او اقريقايي هېوادونه د نړيوالې قانوني نظام د ساتلو لپاره مهم ځواک دی.چين غواړي په پر له پسې توګه له اسيايي او افريقايي هېوادونو سره يو ځای د نړيوالې ادارې د عادلانه اصلاحاتو لپاره کوښښ وکړي.

(ليلا)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای