CRI Online

د روسيې او ترکيې مشرانو د سوريې د ملي روغې جوړې بهير ته پام وکړ

cri     (GMT+08:00) 2017-05-04 16:54:58

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د مې په درېيمه نېټه د روسيې ولسمشر ولادمير پوتين په سوچي ښار کې د ترکيې له ولسمشر رجب طيب اردوغان سره ملاقات وکړ. دا له دوو مياشتو راهيسې روسيې ته د اردوغان دوهم سفر دی. دواړو مشرانو د روسيې او ترکيې ترمنځ د اړيکو او د اقتصادي او سوداګريزې همکارۍ او د سوريې وضعيت په شمول د ځينو مسئلو په اړه د نظريو تبادلې وکړې.

په همدې ورځ پوتين له اردوغان سره د لږ شمېر کسانو په ګډون ملاقات کړی او بيا وروسته حکومتي غړو او د انرژۍ په اړه د عمده تصديو مسئولانو په خبرو اترو کې ګډون کړی چې په ګډه يې له ۲۰۱۷ کال څخه تر ۲۰۲۰ کال پورې د روسيې او ترکيې د همکاريز پروګرام سنجولی دی. دواړو خواوو دا پلان ټاکلی چې په نږدې وخت کې د يو مليارډو امريکايي ډالرو په اندازه د پانګونې صندوق جوړ کړي چې يو بل ته پانګونه وهڅول شي. دواړو خواوو د خپلمنځي لويو پروژو د همکارۍ په اړه هم سلامشورې وکړې. تر خبرو اترو وروسته په يوه خبري ناسته کې پوتين وويل

(( ترکيه د روسيې مهم او دايمي همکار دی. سره له دې چې د دواړو هېوادونو تر منځ اړيکې مخکې له ننګونې سره مخ وې، خو ويل کېږي چې زموږ ترمنځ همکاريزې اړيکې اعاده شوې دي. ))

دواړو خواوو لومړی د سوريې بحران په اړه بحث وکړ او پر دې يې ټينګار وکړ چې دغه بحران بايد په سياسي لاره حل شي. دوی په سوريه کې د امنيتي سيمې د جوړولو له وړانديز څخه ملاتړ څرګند کړ. پوتين وويل، په سوريه کې د خوندي سيمې په جوړېدو سره به د اوربند تړون ټينګيدای شي، بېلا بېلې خواوې بايد د سوريايانو لپاره يووالی وساتي. په استانا کې د سوريې مسئلې په اړه د څلورم پړاو خبرو اترو کې هم په سوريه کې د خوندي ناحيې جوړونه يوه مهمه اجنډا وټاکل شوه. پوتين وويل

((د سوريې شخړې په اړه ښکيلې خواوې به نن په استانا کې په دې اړه پرېکړه وکړي، څرنګه چې د سوريې برخليک بايد د سوريايانو لخوا پخپله وټاکل شي. ترکيه، روسيه او ايران د اوربند تړون د ضمانت کوونکو په توګه د دې لپاره کوششونه کوي چې دغه ميکانيزم لا نور بشپړ شي او مثبت رول ولوبوي. ))

اردوغان وويل د سوريې مسئلې په هکله له روسيې سره نږدې تماس نيول، د سوريې مسئلې سياسي حل او د سوريې خاورې بشپړتيا ساتل د روسيې او ترکيې لومړی انتخاب دی. ترهګری د انسانانو ګډ دښمن دی، ترکيه به له ترهګرۍ سره د مقابلې لپاره له روسيې سره همکاري وکړي. د روسيې تر منځګريتوب ترکيه او ايران په استانا کې د سوريې مسئلې په اړه د خبرو اترو ميز ته ناست دي.

د سوريې له ملي روغې جوړې نه پرته، دواړو خواوو د خپلمنځی اقتصادي او سوداګريزو اړيکو او د سوداګريزو بنديزونو د لغوه کېدو په شمول د ځينو موضوعاتو په اړه د نظريو تبادلې وکړې. له دې امله چې ترکيې په ۲۰۱۵ کال کې په سوريه کې د روسيې يوه الوتکه وغورځوله، نو دواړو خواوو د خدمتونو، منسوجاتو، ساختمانی او زراعتي توليداتو په برخو کې يو پر بل بنديزونه لګولي. روسيې د ۲۰۱۶ کال په جنورۍ کې د ترکيې د زراعتي توکيو له نقلولو څخه منع کړی، خو د همدې کال په دوهمه نيمايي کې د دوه اړخيزو اړيکو په ارامتيا سره روسيې ګام په ګام د ترکي توکيو په وړاندې د وارداتو محدوديت لغوه کړی، خو د رومي او بادرنګ په وړاندې منع لا هم شته. په عين وخت کې ترکيه روسيې ته د جوارو او غنمو د صادراتو لوړ ماليات اخلي. د ترکيې او روسيې يو پر بل د بنديزونو د لغوه کېدو په اړه، پوتين وويل، روسيه به د رومي نه پرته پر ترکيې باندې نور سوداګريز بنديزونه ټول لغوه کړي.

دواړو خواوو د ترکيې لخوا له روسيې څخه د ايس ۴۰۰ هوا پر ضد توغنديو سيټسم د اخيستلو موضوع هم ياده کړه.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای