CRI Online

شي جين پينګ د ډنمارک له صدراعظم لارس لوک راسموسن سره وکتل.

cri     (GMT+08:00) 2017-05-04 18:47:04

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د مې په ۴مه نېټه په بېجينګ کې د خلکو په لوي تالار کې د ډنمارک له صدراعظم لارس لوک راسموسن سره وکتل.

رئيس شي جين پينګ وويل، چې د چين او ډنمارک ترمنځ د سالمو، ثابتو او پر له پسي ستراتيژيکو اړيکو ټينګښت نه يوازې د دواړو هېوادونو له اساسي ګټو سره، بلکې د چين او شمالي اروپا ترمنځ د همکاريو د پياوړتيا لپاره ګټور دی. تېر کال د چين او ډنمارک ترمنځ د هراوخيزو ستراتيژيکو اړيکو د ټينګېدو لپاره کليدي اهميت درلود. دواړو خواوو په هره ساحه کې د دوه اړخيزو همکاريو د ژورتيا لايحې طرحه کړې دي. په ۲۰۱۷م کال کې به د دواړو هېوادونو ترمنځ همکارۍ ښې پايلې تر لاسه کړي.

صدراعظم راسموسن وويل، چې چين د اقتصاد او ټولنې د پرمختګ په ساحو کې چټک پرمختګ مومي او د م م په چوکاټ کې د سوله ساتي عملونو او د اقليمي بدلون د مخنيوي په چارو کې مهم رول لوبوي. په ۲۰۰۸ کال کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د هراړخيزو ستراتيژيکو اړيکو له ټينګېدو راپدېخوا، د دواړو هېوادونو ترمنځ اړيکې ټينګې شوې دي. ډنمارک د يو چين پر پيژندنې ټينګار کوي. دواړو هېوادونو د ګډو ګټو پر بنسټ ښې همکارۍ کړې دي. (غوټۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای