CRI Online

په ايران کې د سکرو د يو کان د چاودنې له امله ۳۵ تنه وژل شوي دي.

cri     (GMT+08:00) 2017-05-04 19:43:11

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د ايران د تاسنيم نيوز اژانس د مې په ۴مه نېټه خبر ورکړ چې د روانې مياشتې په ۳مه نېټه د ايران د ګلستان ولايت د سکرو په يو کان کې چاودنه وشوه چې له امله يې ۳۵ کارګرو وژل شوي او ۵۰ تنه نور ټپيان دي. د اولي پلټڼې له مخې، د ګازو د چاودنې له امله دغه کان نړېدلی دی او په هغه وخت کې تر ځمکې لاندې ۳۵ کارګرو کار کاوه.(غوټۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای