CRI Online

د يوه کمربند او يوې لارې په چوکاټ کې د امنيت همکاريزه غونډه په بېجينګ کې تر سره شوه.

cri     (GMT+08:00) 2017-05-04 20:28:01

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د مې په ۴مه نېټه د چين د دولتي امنيت وزارت او له شلو نه د زياتو هېوادونو له امنيتي څانګو سره په بېجينګ کې د امنيت همکاريزه غونډه تر سره کړه. د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کميټې د سياسي بيرو غړي او د چين د سياسي او قانوني کميسيون عمومي مدير منګ جيان جو د بېلا بېلو هېوادونو د هئيتونو له مشرانو سره خبرې اترې وکړې او د چين د دولتي شورا او د عام امنيت وزير ګوه شنګ کون په پرانيستونکو مراسمو کې ګډون وکړ او يوه وينا يې وکړه.

ښاغلي منګ جيان جو وويل، چې دری کاله مخکې د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د يوه کمربند او يوې لارې وړانديز وړاندې کړ او نړيوالې ټولنې دې ته مثبت ځوابونه ورکړي دي. له سلو نه زيات هېوادونه او نړيوال سازمانونه پکې ګډون کوي او د اقتصاد، پانګونو او د اساسي تاسيساتو په ساحو کې همکارۍ پياوړې شوې دي. د يوه کمربند او يوې لارې په چوکاټ کې د نړيوالو همکاريو سرمشريزه غونډه به په بېجينګ کې تر سره شي چې دا د اړوندو هېوادونو ترمنځ د همکاريو د نژدې کېدو لپاره ډېر اهميت لري. چين هيله لري چې له بېلا بېلو خواوو سره يو ځای د يوه کمربند او يوې لارې پلان د پلې کولو، د يوه کمربند او يوې لارې په اوږدو کې د پرتو هېوادونو د ګډ برخليک د جوړولو او د بېلا بېلو هېوادونو د خلکو د ښه ژوند د ساتلو لپاره ګډې هڅې وکړي.(غوټۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای