CRI Online

روسيې،ترکيې او ايران په سوريه کې د امنيتي سيمې د جوړېدو په اړه يادښت لاسليک کړ

cri     (GMT+08:00) 2017-05-05 08:52:59

د سين هوا اژانس د خبر له مخې،د قزاقستان د بهرنيو چارو وزير غيرت عبدالرحمانوف د می په ۵مه نېټه په پلازمينه استانا کې اعلان وکړ چې روسيې،ترکيې او ايران په همدې ورځ په سوريه کې د امنيتي سيمې د جوړېدو په اړه يادښت لاسليک کړ.

د خبر له مخې،د نوموړو ۳ هېوادونو د پلاويو مشرانو چې د سوريې مسئلې په اړه د نوي پړاو سوله ييزو خبرو اترو کې ګډون کوي،د روانې مياشتې په ۴مه نېټه په يوه غونډه کې يادښت لاسليک کړ.په يادښت کې ويل شوي چې بايد د پوځي وسلو له لارې د سوريې مسئله حل نه شي،دغه مسئلې يوازې د م م د امنيت شورا د ۲۲۵۴ نمبر پرېکړه ليک د پلي کېدو له لارې حل کيدی شي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای