د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د عراق پوځ د مې په څلورمه نېټه اعلان وکړ چې پوځ په همدې ورځ د موسول لوېديځې برخې ته ننووت، دا د تېرې فبرورۍ له نولسمې نېټې څخه لومړی ځل دی چې پوځ د موسول له لوېديځې برخې څخه پوځي عمليات پيل کړل.
د مالوماتو له مخې، د حکومتي پوځي قوتونو د څلورمې نېټې په سهار د موسول د لوېديځې برخې څو واټونه او د څښاک اوبو يوه فابريکه ونيوله.
موسول د عراق دوهم لوی ښار دی او د ۲۰۱۴م کال په جون مياشت کې د داعش لخوا ونيول شو. (شکريه)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |