CRI Online

سپينې ماڼۍ د ټرمپ د لومړي سفر په اړه مالومات خپاره کړل

cri     (GMT+08:00) 2017-05-05 10:15:41

د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د امريکا سپينې ماڼۍ د مې په څلورمه نېټه اعلان وکړ، ولسمشر دنالد ټرمپ به په روانه مياشت کې منځني ختيځ او اروپا ته سفرونه وکړي. دا د روان کال په جنورۍ کې تر لوړې وروسته د ده لومړی رسمي سفر دی.

 سپينې ماڼۍ په همدې ورځ د يوې اعلاميې په خپرولو سره ويلي چې ټرمپ به لومړی سعودي عربستان ته سفر وکړي او د ترهګريزو سازمانونو او د تندلارۍ د ځپلو په اړه به د سعودي له مشرانو سره بحثونه وکړي.  وروسته به بيا اسراييلو او فلسطين ته سفرونه وکړي چې د اسراييلو او فلسطين تر منځ د سوله ييز بهير د پرمخبيولو په هکله د دواړو خواوو له مشرانو سره سلامشوره وکړي. ورپسې به هغه ايټاليې ته سفر وکړي.

دغو هېوادونو ته تر سفرونو وروسته به ټرمپ په وار سره په بروکسيل کې د ناټو په سرمشريزه غونډه کې او بيا وروسته په ايټاليا کې د اوو هېوادونو ډلې په سرمشريزه غونډه کې ګډون وکړي. (هيله)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای