CRI Online

د روسيې د بهرنيو وزير: پوټين تر اوسه پورې له ټرمپ سره د ملاقات پلان نه لري

cri     (GMT+08:00) 2017-05-05 10:25:02

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د روسيې د بهرنيو چارو وزير سيرګي لافروف د مې په څلورمه نېټه د فنلند د پوروو په ښار کې وويل، د روسيې ولسمشر ولاديمير پوټين په دې لنډ مهال کې د امريکا له ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره د ملاقات پلان نه لري.

هغه په همدې ورځ په پوروو کې د فنلند له بهرنيو چارو وزير سره ليدنه وکړه او له دې وروسته يې په مطبوعاتي غونډه کې وويل، روسيه غواړي چې له ټولو هېوادونو سره ښې اړيکې ټينګې کړي، خو دا بايد د متقابل اعتماد پر بنسټ وي. د ده په نظر، ټرمپ به د بارک اوباما په شان د روسيې پر ضد پاليسي غوره کړي. هغه دې ته اشاره وکړه چې که امريکا غواړي له پوټين سره ليدنه وکړي، په هلسينکي کې سره ليدنه به ښه وي. هغه دا زياته کړه چې ګواکي پوټين او ټرمپ په جولای مياشت کې د شلو هېوادونو د المان په سرمشريزه غونډه کې سره وګوري. (شکريه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای