د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې،د م م د سرمنشي وياند ستيفاني دوجاريک د می په ۴مه نېټه وويل چې د م م له يو راپور سره سم په وروستيو کلونو کې د نايجريا په شمال ختيځ کې ماشومان د بوکو حرام ډلې له سختو تېري کوونکو کړو وړو سره مخامخ دي،زرګونه ماشومان د جګړو په ترڅ کې وژل شوي دي.
دوجاريک وويل چې د م م سرمنشي په وروستيو ورځو کې امنيت شورا ته په نايجريا کې د ماشومانو او د وسله والو شخړو په اړه يو راپور وړاندې کړ چې په راپور کې د ۲۰۱۳ کال له جنورۍ څخه د ۲۰۱۶ کال تر دسمبر پورې اړوند معلومات شامل دي.له ياد راپور سره سم په ۴ کلونو کې د بوکو حرام ډلې د بريدونو له امله لږ تر لږه ۳۹۰۰ ماشومان وژل شوي دي.
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |