د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د اردن د اوبو شبکې د ترميمولو او ښه والی پروژې د دوهم پړاو د بشپړېدو مراسم د مې په څلورمه نېټه د اردن د زرګا ولايت په رصيفه ښار کې تر سره شول. د اردن د اوبو لګولو وزير، په اردن کې د چين لوی سفير او د دې پروژې جوړونکې خوا يعنې د چين د جيالوجي پروژو کړۍ استازي په دې مراسمو کې حاضر وو.
د اردن د اوبو لګولو وزير په دې مراسمو کې د چين له حکومت څخه مننه څرګنده کړه، هغه وويل، د اوبو شبکې د ترميمولو او ښه والي پروژه به د اوبو د کمبود فشار سپک او د اوبو سرچينو د بې ځايه توئيدو حالت به ښه کړي. د دې تر څنګ، ځايي وګړي کولی شي چې لوړ کيفيت لرونکې اوبه وڅښي.
په اردن کې د چين لوی سفير وويل، چين به په پر له پسې ډول د اردن وګړو د ژوند سويې د ښه والي، له کډوالو سره د مرستې، تعليم، روغتيا، د بنسټيزو تاًسيساتو د جوړولو، د نويو انرژيو د انکشاف او د استعداد لرونکو کسانو د روزنې په برخو کې تر وسې پورې له اردن سره مرسته وکړي. (شکريه)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |