د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د م م د بشري څانګې دفتر د مې په ۴مه نېټه په سومالي کې خبر ورکړ چې سږ کال په سومالي کې دوه دېرش زره کسان په کولرا ناروغۍ اخته شوي او ۶۱۸ تنه مړه شوي دي.
د خبر له مخې، اوس د سومالي له ۱۸ ايالتونو څخه ۱۳ ايالتونو کې د کولرا ناروغان ليدل کېږی. د دې ناروغۍ د لويې پيمانې خپرېدل د څښاک اوبو له سختو شرايطو او له بدو روغتيايي حالاتو سره اړه لري. د باران موسم په رارسيدو سره به ښايي په سومالي کې د کولرا ناروغۍ پيمانه لا پراخه شي. (هيله)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |