د سين هوا اژانس د خبر له مخې،د سوريې د حکومت ضد د وسله والو استازي اسامه ابو زيد چې د سوريې مسئلې په اړه د استانا د ۴م پړاو خبرو اترو کې يې ګډون وکړ،د می په ۴مه نېټه وويل چې د سوريې مخالفې ډلې د سوريې د بېلتون غوښتنې او د ځمکنۍ بشپړتيا ته زيان په اړه هېڅ موافقه ليک نه مني.
د سوريې مسئلې په اړه ۲ ورځنۍ خبرې اترې د روانې مياشتې په ۴مه نېټه د قزاقستان په پلازمينه استانا کې پای ته ورسېدې.د روسيې،ترکيې او ايران د پلاويو مشرانو په همدې ورځ په عمومي غونډه کې په سوريه کې د امنيتي سيمې د جوړېدو په اړه يادښت لاسليک کړ.
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |