CRI Online

د چين لخوا ډيزاين او جوړه شوې لويه مسافرين وړونکې الوتکې لومړې الوتنه وکړه

cri     (GMT+08:00) 2017-05-05 15:26:09

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د چين لخوا ډيزاين او جوړه شوې لويه مسافرين وړونکې الوتکې چې نمبر يې سي ۹۱۹ دی، د مې د پنځمې نيټې د ماسپښين په دوو بجو د شانګهای د پو دونګ په نوم نړيوال هوايي ډګر کې لومړې الوتنه وکړه او په بريالۍ توګه ځمکې ته کښته شوه. ياده الوتکه چې پکې يوسل او اته شپېته څوکۍ شته دي ،د الوتنې له نړيوال معيار او د نړيوال عمده بازار له اداري معيار سره سم ډيزاين شوې الوتکه ده.د نورو هېوادونو د همدغې کچې الوتکو په پرتله د چين دغه الوتکه په ډېرو برخو کې ډېره عصری ده.(هيله)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای