د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د ليبيا مسئلې په اړه د م م ځانګړي استازي مارټين کوبلير د مې په څلورمه نېټه د ليبيا په پلازمينه ترابلس کې د ليبيا د ملي وحدت حکومت له صدراعظم فعيض الساراجي سره د سوله ييز بهير په اړه خبرې اترې وکړې.
کوبلير په خبرو اترو کې د سوله ييز بهير لپاره د ليبيا د سياسي تړون په مهم ارزښت ټينګار وکړ او و يې ويل، په ليبيا کې د م م ملاتړ کوونکې ډله به د ليبيا په سياسي تړون کې د ټاکل شوي مهال وېش سره سم خپله دنده تر سره کړي.
الساراجي وويل، د ليبيا خلک د جنګونو او جلا وطنۍ له امله ډېر زيانمن شوي. د هېواد بحران دې سمدلاسه حل شي. (شکريه)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |