د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د امريکا د بهرنيو چارو وزير ريکس ټيليرسون د مې په څلورمه نېټه په واشنګټن کې د اسيان د لسو غړو هېوادونو د بهرنيو چارو له وزيرانو سره د ليدنې په ترڅ کې له دوی څخه وغوښتل چې پر شمالي کوريا اقتصادي او ديپلوماتيکي بنديزونه زيات کړي، په جنوب ختيځې اسيا کې د شمالي کوريا د عايداتو سرچينې پرې کړي او له شمالي کوريا سره د اړيکو سويه ټيټه کړي.
هغه د لسو هېوادونو د بهرنيو چارو وزيرانو ته وويل، د کوريا له ټاپووزمې څخه د ذروي وسلو پاکول د امريکا موخه ده او هيله لرو چې د اسيان غړي هېوادونه په دې برخه کې د امريکا د دريځ ملاتړ وکړي، د امريکا غوندی عمليات تر سره کړي او د کوريا ټاپووزمې په اړه د امنيت شورا د اړوندو پرېکړه ليکونو د پلي کولو لپاره مناسب تدبيرونه ونيسي. (شکريه)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |