CRI Online

د چين له خوا ډيزاين او جوړه شوې لويه مسافر وړونکې الوتکه نن ورځ د لومړی ځل لپاره والوتله

cri     (GMT+08:00) 2017-05-05 16:02:26

د C919 په نوم د چين له خوا ډيزاين او جوړه شوې لويه مسافروړونکې الوتکه د روانې مياشتې په پنځمه نېټه ماسپښين د شانګهای د پو دونګ په هوايي ډګر کې د لومړی ځل لپاره والوتله.

د ټاکلي پلان له مخې د دې الوتکې لومړۍ دنده به په نوي دقيقو کې تر سره شي او پر پنځو پړاونو ويشل کيږي.له عادت سره سم به د امنيت د خوندی کولو لپاره ياده الوتکه د الوتنې په بهير کې په پوره توګه د ښکته او پورته کېدو تجهيزات وکاروي او په عين وخت کې به بله الوتکه ور سره ملګرې وي.

ياده الوتکه چې پکې يوسل او اته شپېته څوکۍ شته دي ،د الوتنې له نړيوال معيار او د نړيوال عمده بازار له اداري معيار سره سم ډيزاين شوې الوتکه ده.د نورو هېوادونو د همدغې کچې الوتکو په پرتله د چين دغه الوتکه په ډېرو برخو کې ډېره عصری ده..د دې الوتکې د عمومي ډيزاينر مرستيال جو ګوي ژونګ د معلوماتو له مخې په دې جمله کې هوايي الکترونيکی سيستم چې د الوتکې دماغ او د اعصابو جهاز ګڼل کيږي، پرمختللی دی.هغه وويل (اواز.......)د همدغې کچې الوتکو په پرتله د C919 په نوم د الوتکې هوايي الکترونکی سيستم نور غښتلی او قوی دی.ځکه چې مونږ په دې الوتکه کې نوی جوړښت او عصری سيستم کاروو چې له امله به يې د ډېرو سيستمونو ښه والی يوازې د نرم زيرميزونو د نوښت له لارې وموندل شي او لګښت به يې هم کم شي.

د ده د معلوماتو له مخې دغه الوتکه ډېر عصري کاري توان لري. د بېلګي په توګه دغه الوتکه د زياتو لړو په وړاندې په امن سره ښکته کېدای شي او مسافرين په هوا کې د انټرنټ له لارې له ځمکنو څانګو سره اړيکې ټيټنګولی شي.هغه وويل (اواز........)اوس پنځوس سلنه دغه هوايي الکترونکی سيستمونه د کورنيو شرکتونو يا د کورنيو او بهرنيو پانګوالو له خوا د جوړو شويو تصديو له خوا توليديږي.په عين وخت کې دغه الوتکه په نړيوالو لارو چارو له نړيوال معيار او غوښتنې سره سم ډيزاين او جوړه شوې ده.سربېره پردې د الوتکې لوازمو د توليدونکو د انتخابولو،د څېړنې او ډيزاين کولو او د ازموينې په شمول ډېرې برخې مو په جدي توګه تر غور لاندې نيولي دي.نو د دغې الوتکې امنيت تامينېدای شي.

د C919 الوتکه د چين له خوا په خپله جوړه شوې لومړی لويه الوتکه ده.د دې الوتکې د معلوماتو څانګړې مسئول يان لينګ يون وويل چې له ARJ په نوم الوتکې څخه تر C919 الوتکې پورې د چين د مسافروړونکې الوتکو ډيزاينرانو عصري توليدي جوړښت او ګڼ شمېر نوی تخنيکونه کارولي دي په تېره بيا د ډيجټل په برخه کې پرمختيايي انډول يې د حيرانتيا وړ دی.هغه وويل (اواز.........) د C919په نوم الوتکې د څېړنې او جوړونې په برخه کې مو قاغذي سندونو ته اړتيا نه درلوده . کارکوونکو د کمپيوټر له لارې د الوتکې بېلا بېلې برخې درولې او يو قاغذ ته يې اړتيا نه درلوده.نو ځکه د درولو موثريت لوړ او دقيق دی چې دا د الوتکې جوړېدو د لګښت د کمولو لپاره ډېره ګټوره ده.

د معلوماتو له مخې د لومړۍ دندې تر سره کېدو وروسته به د دې الوتکې د څېړنې کارونه نوی پړاو ته ورسيږي او په راتلونکې کې به ټولټال شپږ څرخې دغه ډول الوتکې جوړې شي او په جلا جلا توګه به بېلا بېلې ازموينې تر سره کړي تر څو د څېړنې او ډيزاين سرعت چټک شي. له پلان سره سم که د C919 الوتکې په ازموينه کې بری ومومي او د الوتنې له شرطونو سره سمون ولري، نو د بازار لپاره به پلورلو ته وړاندې شي.


اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای