CRI Online

د افغانستان د اسلامي ګوند مشر حکمتيار بيرته کابل ته ستون شو

cri     (GMT+08:00) 2017-05-05 16:16:23

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د افغانستان د اسلامي ګوند مشر حکمتيار ګل البدين د مې په څلورمه نيټه له دوو لسيزو وروسته کابل ته ستون شو او له ولسمشر اشرف غني سره يې وکتل.

حکمتيار د افغانستان د بېلا بېلو ټولنو هر کلی تر لاسه کړ. ولسمشر غني د حکمتيار د هر کلي په مراسمو کې د دې ستاينه وکړه چې اسلامي ګوند له افغان حکومت سره د سياسي لارو چارو په وسيله روغې جوړې ته ورسيد. ده وويل، بهرنيانو دا شک درلود چې حکومت له اسلامي ګوند سره خبرې اترې نه شي کولاي، خو د حکمتيار له بيرته ستنېدو څخه ښکاري چې د دواړو خواوو په نه ستومانه کېدونکو کوششونو سره به روغې جوړې حتماٌ عملي شي.

غني وويل، د اسلامي ګوند او حکومت ترمنځ روغه جوړه د نورو مخالفينو لپاره نمونه جوړه کړې ده. هغه له نورو مخالفينو څخه غوښتنه وکړه چې ژر تر ژره اوربند ترسره کړي او په سوله ييز بهير کې ګډون وکړي.

تر اوږد وخت خبرو اترو وروسته افغان حکومت له اسلامي ګوند سره د ۲۰۱۶ کال په سپتمبر کې رسمي سوله ييز تړون لاسليک کړ.دا په ۲۰۰۱ کال کې د طالبانو قدرت تر ړنګېدو وروسته د افغان حکومت او مخالفې ډلې ترمنځ لومړی سوله ييز تړون دی. (هيله)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای