CRI Online

وانګ يي د قرغيزستان د بهرنيو چارو له وزير سره خبرې اترې وکړې

cri     (GMT+08:00) 2017-05-06 15:53:56

د سين هوا اژانس د خبر له مخې،د چين د بهرنيو چارو وزير وانګ يي د می په ۵مه نېټه په بېجينګ کې د قرغيزستان د بهرنيو چارو له وزير يرلان عبدل دايف سره خبرې اترې وکړې.

وانګ يي وويل چې چين غواړي له قرغيزستان سره يو ځای په پر له پسې توګه خپلمنځي اړيکې پياوړې کړي او د يوه کمربند او يوې لارې له پلان سره سم په هراړخيزه توګه په بېلا بېلو ساحو کې همکارۍ زياتې کړي.

عبدل دايف وويل چې قرغيزستان د چين له خوا د يوه کمربند او يوې لارې د نړيوال سرمشريز فورم ملاتړ کوي او په فعاله توګه به د يوه کمربند او يوې لارې په ابادولو کې ګډون وکړي.

(ليلا)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای