د سين هوا اژانس د خبر له مخې،د سوريې د وطن ورځپاڼې ويبپاڼې د می په ۶مه نېټه خبر ورکړ چې په سوريه کې د امنيتي سيمو د جوړېدو په اړه موافقه ليک په همدې ورځ نافذ شو.
روسيې په وروستيو ورځو کې وړانديز وکړ چې د سوريې په ادليب او حمص ولايتونو،دمشق په څنډو سيمه او د دغه هېواد په جنوبي سيمه کې په جلا جلا توګه امنيتي سيمې جوړې شي.د روسيې،ترکيې او ايران استازو د روانې مياشتې په ۴مه نېټه د قزاقستان په پلازمينه استانا کې په سوريه کې د امنيتي سيمو د جوړېدو په اړه يادښت لاسليک کړ.د روسي سياستوالو په اند د دې سيمو جوړېدل د سوريې حکومت او مخالفو ډلو ترمنځ د اوربند او د سولې خبرو اترو د پيل لپاره ګټور دی.
(ليلا)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |