د سين هوا اژانس د خبر له مخې،د م م سرمنشي وياند سټيفاني دوجاريک د می په ۵مه نېټه وويل چې د م م سرمنشي انتونيو ګوتيريس د م م د اصلاحاتو په اړه بېلا بېلو غړو هېوادونو ته پيغامونه ولېږل.هغه به په پر له پسې توګه د م م د پرمختګ سيستم او د سولې د ساتنې په برخو کې د اصلاحاتو لپاره کوښښ وکړي.
دوجاريک وويل چې بېلا بېل هېوادونه د دواملرونکي پرمختګ،اقليمي بدلون،دايمي سولې او د پرمختګ په برخو کې لسګونه نړيوال موافقه ليکونه لاسليک کړي دي.انتونيو ګوتيريس غواړي د اصلاحاتو بهير چټک کړي ترڅو م م موثر رول ولوبوي او غړي هېوادونه په ګډه له ننګونو سره مقابله وکړي تر څو ټاکلې موخې پوره شي.
(ليلا)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |