د سين هوا اژانس د خبر له مخې،د جنوب ختيځې اسيا د هېوادونو ټولنې او د چين،جاپان او جنوبي کوريا د ماليې وزيرانو او د مرکزي بانکونو مشرانو ۲۰مه غونډه د می په ۵مه نېټه د جاپان په يوکوهاما کې تر سره شوه.په غونډه کې په عمده توګه د نړيوالو او سيمه ييزو اقتصادي حالاتو،د يادې ټولنې او د چين ،جاپان او جنوبي کوريا ترمنځ د پولي همکارۍ په اړه بحث شوی دی.
د غونډې په اند نړيوال اقتصادي حالات ښه شوی او د نوموړو سيمو اقتصاد په چټک ډول پرمختګ کوي،خو د سوداګرۍ ساتنې د غوښتنې او پولي خطرونه لاهم موجود دي.بېلا بېلو خواوو ژمنه وکړه چې په خپله او په ګډه به د پيسو او مالي تګلارې پلې کړي او جوړښتي اصلاحات به هم تر سره کړی تر څو نړيوال اقتصاد لا دوامدار، لابرابر او لاپراخ پرمختګ ومومي.
(ليلا)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |