د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې،پر ځايي وخت د می د ۵مې نېټې تر غرمې وروسته د ايران د ولسمشرۍ کانديدانو د دوهم پړاو ژوندۍ تلويزيوني مناظره د ملي راډيو تلويزيون له لارې خپره شوه.۶ کانديدان يو ځل بيا راغونډ شوي او د ايران د ذروي موافقه ليک،د بهرنيو تګلارو او د دفاعي امنيت په اړه مباحثه تر سره کړه.
د همدې ورځې تر غرمې وروسته د ايران د اوسني ولسمشر حسن روحاني په ګډون کانديدانو په جلا جلا توګه د څو مسئلو په اړه بحث وکړ چې په کې د ايران د ذروي موافقه ليک په اړه بحث تر ټولو ګرم او سخت و.
(ليلا)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |