CRI Online

د فرانسې د ولسمشرۍ د انتخاباتو د رايې ورکولو دوهم پړاو روان دی

cri     (GMT+08:00) 2017-05-07 15:31:30

د سين هوا اژانس د خبر له مخې،د ۲۰۱۷ کال د فرانسې د ولسمشرۍ د انتخاباتو د رايې ورکولو دوهم پړاو پر ځايي وخت د می د ۷مې نېټې په ۸ بجو په دغه هېواد کې پيل شوی.د رايې ورکولو په لومړۍ پړاو کې مخکښ ۲ کانديدان ايمانويل ماکرون او مارين لي پن به وروستۍ سيالي تر سره کړي.

د فرانسې د کورنيو چارو وزارت د خبر له مخې،څه د پاسه ۴۷ مليونه تنه به د ولسمشرۍ د ټاکنو په رايي اچونه کې ګډون وکړي.په فرانسه او بهرنيو سيمو کې د رايې ورکولو ۶۹ زره مرکزونه جوړېږي.د دغه هېواد د کورنيو چارو وزارت به د ټولو مرکزونو تر تړلو وروسته د شمېرنې لومړۍ نتيجه خپره کړي.

(ليلا)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای