د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې،د ايران خبري اژانس د می په ۶مه نېټه خبر ورکړ چې د روانې مياشتې په لومړۍ او دوهمه نېټه د دې اژانس له خوا د ولسمشرۍ د ټاکنو په اړه د رايې ورکولو له يوې پلټنې سره سم، د ۶۳ اعشاريه ۹ سلنه ايرانيان به په ۱۹مه نېټه د ولسمشريزو ټولټاکنو په رايي اچونه کې ګډون وکړي.
ياده پلټنه د ايران په ۳۱ ولايتونو کې تر سره شوې او ۶۰۴۷ تنو په کې ګډون کړی.بر سېره پر دې،د ۵۴ سلنې ګډون کوونکو کانديدان انتخاب کړي دي او د ۴۶ سلنې ګډون کوونکي لاهم د کانديدانو د پلانونو اورېدلو ته انتظار کوي تر څو خپله وروستۍ پرېکړه وکړي.
(ليلا)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |