د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې،د می په ۶مه نېټه د ايران د ۲۲مې دورې د نفتو،طبيعي ګازو او کيمياوي صنعت نړيوال نندارتون په تهران کې پرانيستل شو.د ايران پارلمان مشر علي لاريجاني او د نفتو وزير بيجان زانګينه په دې پرانيستونکو مراسمو کې ګډون کړی و.
۲۵۰۰ ايراني تصديو او د چين،جرمني،ايټاليا،هالنډ،فرانسې او بريټانيا څه د پاسه ۱۵۰۰ تصديو په دغه نندارتون کې ګډون درلود.د ايران د نفتو نړيوال نندارتون د ايران د نفتو د وزارت او د نفتو د دولتي شرکت له خوا جوړېږي.ياد نندارتون به د روانې مياشتې په ۹مه نېټه پای ته ورسېږي.
(ليلا)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |