د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې،د می په ۶مه نېټه د روسيې د بهرنيو چارو وزارت ويبپاڼې په سوريه کې د ۴ امنيتي سيمو د جوړېدو په اړه يادښت خپور کړ.دغه يادښت د روانې مياشتې په ۳ مه او ۴مه نېټه په استانا کې د سوريې مسئلې په اړه د ۴م پړاو سولې خبرو اترو کې لاسليک شوی و او په ۶مه نېټه نافذ شو.
د روسيې د دفاع وزير مرستيال د روانې مياشتې په ۵مه نېټه وويل چې په سوريه کې د امنيتي سيمو د جوړېدو له لارې به د بېلا بېلو خواوو پوځي عمليات ختم شي او د سوريې کورنۍ جګړه به پای ته ورسېږي.بر سېره پر دې، امنيتي سيمه د درملنې او غلودانو د برابرولو لپاره هم ګټوره ده.
(ليلا)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |