CRI Online

د چين او جاپان د ماليې وزيرانو ترمنځ ۶م ديالوګ تر سره شو

cri     (GMT+08:00) 2017-05-07 16:16:10

د سين هوا اژانس د خبر له مخې،د چين او جاپان د ماليې وزيرانو ترمنځ ۶م ديالوګ د می په ۶مه نېټه په جاپان کې تر سره شو.د جاپان د صدراعظم مرستيال او د ماليې وزير تارو اسو او د چين د ماليې وزير شياو جيه په ګډه د دې ديالوګ مشري وکړه.د دواړو هېوادونو د ماليې وزارتونو او د مرکزي بانکونو لوړپوړيو چارواکو په کې ګډون درلود.

د دواړو هېوادونو د ماليې وزيرانو په اند دغه ديالوګ د دواړو خواوو لپاره ستر اهميت لري چې د عمومي اقتصادي حالاتو او د تګلارو په برخو کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د ژورې تبادلې لپاره ګټور دی.د دواړو خواوو په اند دا اړين دی چې د عمومي اقتصادي تګلارو په اړه د تبادلې له لارې د دواړو هېوادونو جوړښتي اصلاحات چټک شي.

دواړو خواوو موافقه وکړه چې په راتلونکي کال کې به په چين کې د چين او جاپان د ماليې وزيرانو ترمنځ ۷م ديالوګ تر سره شي.

(ليلا)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای