د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د تازه خپرې شوې شمېرنې سره سم، د فرانسې پخوانی د اقتصاد وزير ايمانويل مکرون د ۲۰۱۷م کال د ولسمشرۍ دويم پړاو په ټولټاکنو کې پنځه شپېته سلنه رايې ګټلي او د فرانسې د نوي ولسمشر په توګه وټاکل شو. ايمانويل مکرون چې نهه دېرش کلن دی، د فرانسې تر پخوانيو ټولو کشر ولسمشر به وي.
مکرون د همدې ورځې په شپه په ټلويزيوني خبرو کې وويل، زه به په راتلونکيو پنځو کلونو کې تر وسې پورې د فرانسويانو تر منځ د يووالي حالات ښه کړم او په جدي او ټينګ هوډ به فرانسې ته خدمتونه وکړم. (شکريه)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |