د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د ايران ولسمشر حسن روحاني د می په اوومه نېټه د ايران په ګلستان ولايت د سکرو کان پېښې په ځای کې وويل، هغه کانونه چې پکې اړتياوړ امنيتي سامان الات نه شته، بايد بند شي، څو چې د ګاز چاودنو په ګډون پېښو مخنيوی وشي.
هغه وويل، ايران عصري تخنيکونو ته اړتيا لري، که يو کان اړتياوړ امنيتي سامان الات نه لري، بايد خپل کار بند کړي، حکومت به تر وسې پورې د داسې پېښو د مخنيوي لپاره کوښښ وکړي. (شکريه)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |