CRI Online

سرګي لاوروف: ناټو له روسيې سره د خبرو د اعادې په هڅه کې دی

cri     (GMT+08:00) 2017-05-08 09:08:19

پر ځايي وخت د مي په اوو بجو د روسيې د بهرنيو چارو وزير سرګي لاوروف وويل چې ناټو له روسيې سره د خبرو د اعادې په هڅه کې دی او روسيه هم دې ته چمتو شوې.

نوموړي په همدې ورځ په مسکو کې وويل چې تر دې وړاندې ناټو تر خپل نفو‌‌ذ لاندې اوکراين نيولی او په خپل سازمان کې يې دغه هېواد شامل کړی. په عين وخت کې يې غوښتلي چې د کريميا په کارولو سره روسيه پوځي کلابنده کړي، خو دغه پلانونه يې ناکام شوي دي. ناټو په دې خپه شوی او د ترهګرۍ ضد مبارزې په شمول يو لړ برخو کې يې له روسيې سره همکارۍ بندې کړې دي.

همدارنګه نوموړي زياته کړه چې اوس ناټو له روسيې سره د خبرو د اعادې په هڅه کې دی او روسيه هم دې ته چمتو شوې. خو روسيمه به يوازې د مساوات او د متقابلو ګټو د درناوي پر بنسټ له ناټو سره خبرې وکړي او نه يوازې په هغو مسئلو چې ناټو غواړي حل کړي، بلکې د دواړو خواوو لخوا د منلو وړ مسئلو په اړه به هم بحث وکړي.(زرينه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای