د مې په اوومه نېټه د خوګ ۲۶.۲ ټنه وارداتي غوښې د منځنۍ اروپا او چين ترمنځ د بارچيلونې رېلوې له لارې د چين د چنګدو ښار د رېلوې نړيوال بندر ته وليږدول شوې. دغه اورګاډی چې ټول کانتنرونه يې يخچالداره دي، د هالند له تلبورګ څخه د بلاروس، روسيې او قزاقستان څخه په تېرېدو سره د چين د الاتاو ځمکني بندر له لارې چنګدو ته ورسيد چې د سفر وخت يې ۱۶ ورځې و. دا ځل ترانسپورټ د ګمرکي چکونو او اسنادو تصفيه کولو په برخه کې مهمې لاسته راړونې لري او ترې څرګنديږي چې د رېلوې له لارې له منځنۍ اروپا څخه چين ته د وارداتي زراعتي توليداتو ليږدونه عادي شوې ده.
ارزونه ښيي، چې د رېلوې له لارې له منځنۍ اروپا څخه چين ته د غوښو د ليږدولو وخت د سمندري ترانسپورټ په پرتله شاوخوا ۴۵ ورځې کم دي او لګښت يې د هوايي ترانسپورټ په پرتله شاوخوا په هر ټن کې ۱۰۰۰۰ ژن مين بي يوان کميږي.(زرينه)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |