CRI Online

د چين سره صليب  ټولنې د پاکستان په ګوادر بندر کې د بيړني ژغورنې مرکز جوړ کړ

cri     (GMT+08:00) 2017-05-08 10:27:26

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د چين او پاکستان د مينې په نوم د بيړني ژغورنې مرکز د مې په اوومه نېټه د پاکستان په ګوادر بندر کې په کار ولوېد. دغه مرکز د چين د سره صليب ټولنې په مرسته جوړ شو. دا د يوه کمربند او يوې لارې د ابادولو په پلان کې يو مهم برياليتوب دی.

د چين د دولتي شورا د دايمي کميټې مرستيال مشر، د چين د سره صليب د ټولنې مشر چن جو، په پاکستان کې د چين لوی سفير سون وې دونګ، د پاکستان د بندرونو وزير مير حاسيل خان بيزنجو، د پاکستان د سرې مياشتې ټولنې رئيس سيد ايلاهي د دې مرکز د پرانېستلو مراسمو مشري وکړه او د چين د سره صليب نړيوالې ټولنې او د پاکستان د سرې مياشتې ټولنې تر منځ د همکارۍ ياددښت يې لاسليک کړ. په راتلونکې يوه زمانه کې، د چين د سره صليب ټولنه او د پاکستان د سرې مياشتې ټولنه به د اقتصادي دهليز په غاړو کې ګام په ګام د بيړني ژغورنې مرکزونه جوړ کړي. (شکريه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای