CRI Online

د م م ځانګړی استازی : د ليبيا مسئلې حل و فصل د ګاونډيو هېوادونو ملاتړ ته اړتيا لري

cri     (GMT+08:00) 2017-05-08 10:44:17

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د م م ځانګړي استازي او په ليبيا کې د م م د ملاتړ کوونکې ډلې مشر مارټين کوبلير د می په اوومه نېټه وويل د ليبيا مسئلې حل و فصل د ګاونډيو هېوادونو ملاتړ ته اړتيا لري.

هغه وويل، م م د ليبيا مسئلې د حل و فصل لپاره د ګاونډيو هېوادونو د شويو کارونو ملاتړ کوي. الجزاير د ليبيا مسئلې د سياسي حل و فصل لپاره نه ستومانه کېدونکې هلې ځلې کړې دي. د الجراير د مګهريب مشر عبدالقدير مساهل د ليبيا حالاتو د ښه والي لپاره ډېر مهم او لازم دی. برسيره پر دې، د ليبيا د ګاونډو هېوادونو يوولسمه غونډه به په اتمه نېټه په الجزيره کې تر سره شي چې دا په د ليبيا پر اوسنيو حالاتو به ستره اغيزه وکړي.

مساهل وويل، د ليبيا امنيتي حالات د ګاونډو هېوادونو سره نژدې اړيکې لري. الجزاير تل د ليبيا مسئلې په سياسي حل ټينګار کوي او په کې د هر ډول بهرنۍ لاسوهنې سره مخالفت کوي. (شکريه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای