د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د مې به اتمه نېټه د فرانسې منتخب ولسمشر ايمانويل مکرون ته د مبارکۍ پيغام ولېږه.
شي جين پينګ په دې پيغام کې دې ته اشاره کړې ده چې فرانسه لومړی لوی لوېديځ هېواد و چې د چين له ولسي جمهوريت سره يې اړيکې ټينګې کړې. د چين او فرانسې تر منځ اړيکې مهم ستراتيژيک ارزښت او اغيزه لري. په دې وروستيو کلونو کې، د دواړو خواوو تر منځ اړيکو په ثابت او سالم ډول وده او پرمختګ کړی دی. چين او فرانسه د م م د امنيت شورا د دايمي غړو هېوادونو او د ډېر اغيزمنو لويو هېوادونو په حيث د نړۍ د سولې او پرمختګ د ساتنې لپاره مهمې دندې پر غاړه لري. د چين او فرانسې تر منځ د اړيکو ثابت پرمختګ نه يوازې د دواړو هېوادونو د خلکو، بلکې د نړۍ د سولې، ثبات، سمسورتيا لپاره ګټور دی. چين به له فرانسې سره يو ځای د دواړو خواوو تر منځ د هر اړخيزو ستراتيژيکو اړيکو د لا پرمختګ لپاره ګډ کوښښونه وکړي. (شکريه)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |