CRI Online

قزاقستان کې لوی پوځي پرېډ ترسره شو

cri     (GMT+08:00) 2017-05-08 14:46:48

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د قزاقستان په پلازمينه استانا کې د می په اوومه نېټه د قزاقستاني ځواکونو د جوړېدو د ۲۵ کليزې او د ملي دفاعي جګړې د برياليتوب د ۷۲ مې کليزې د يادونې لپاره پوځي پرېډ ترسره شو چې پيمانه يې د قزاقستان له خپلواکۍ راهيسې تر ټولو لويه ده.

په همدې ورځ پوځي پرېډ کې د قزاقستان د دفاع وزارت ، ځمکني، هوايي او سمندري ځواکونو تر ۵۰۰۰ زياتو سرتيريو د کابو ۳۰ فورمېشنونو په جوړولو سره ګډون وکړ، دغه راز څه باندې ۳۰۰ ټانکونه، زغروال موټرونه، ۸۰ پوځي الوتکې، د توپونو، د ټانک ضد توغنديز سيستمونو او پرمختللو توغنديو په شمول يو شمېر وسلې هم پکې وښودل شوې.(زرينه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای