CRI Online

د يو کمربند او يوې لارې تر چوکاټ لاندې د چين او ګاونډيو هېوادونو ترمنځ طبي همکارۍ نوې لاسته راړونې لري

cri     (GMT+08:00) 2017-05-08 15:20:04

په دې وروستيو کې د شينجيانګ د طبي پوهنتون دوهم روغتون د قرغېزستان د اوش ايالت له دولتي روغتون سره د چين او قرغېزستان دوستۍ روغتون جوړ کړ او دا د يو کمربند او يوې لارې طرحې له وړاندې کېدو راهيسې د چين او ګاونډيو هېوادونو ترمنځ د طبي همکارۍ او کلتوري تګ راتګ په برخه کې يوه مهمه لاسته راړونه بلل کيږي.

په تېر اګست کې نوموړو دوو روغتونونو د تلمډيسين (telemedicine) يعنې د لرې واټن تخنيک په وسيله د طبي همکارۍ پلاټفورم جوړ کړی و.

د چين او قرغېزستان د دوستۍ روغتون اجرايه رئيس او هم د شينجيانګ د طبي پوهنتون د دوهم روغتون د ډاکتر اليمو تايلاتي په وينا د چين او قرغېزستان د دوستۍ په روغتون کې به نه يوازې د تلمډيسين او د ناروغانو د انتقال خدمتونه برابر شي، بلکې د چيني دوديز طب او عصبي سرويس په شمول يو شمېر سرويسونو په برخو کې به همکارۍ پيل شي.(زرينه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای