د اسرائيلو پوليسو د می په اوومه نېټه وويل چې يوه فلسطينۍ ښځه يې په ډزو وژلې کومې چې د چړې په وسيله پر اسرائيلي پوليسو د بريد نيت درلود.
د اسرائيلو پوليسو وياند لوبا سمري په يوه اعلاميه کې وويل، چې دغه فلسطينۍ ښځه د بيت المقدس په زوړ ښار کې د دمشق دروازې په شاوخوا کې د يوې چړې په درلودلو سره اسرائيلي پوليسو ته نږدې شوې او ورپسې اسرائيلي پوليسو پرې ډزې وکړې او ځای پر ځای يې ووژله. (زرينه)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |