د مې په اتمه نېټه د چين د ګمرکاتو ادارې د روان کال د لومړيو څلورو مياشتو د بهرنې سوداګرۍ شمېرې خپرې کړې چې پکې د صادراتو او وارداتو عمومي ارزښت ۱۲۲۰ مليارډه امريکايي ډالره و چې د تېر کال د همدې مودې په پرتله شل اعشاريه درې سلنه زيات شوی. په دې جمله کې د وارداتو او صادراتو شمېره په جلا جلا توګه اتلس سلنه او څوارلس سلنه زيات شوې ده. د کارپوهانو په اند، د تېرې مارچ مياشتې په نسبت د چين د وارداتو او صادراتو ارزښت د زياتوالي سرعت لږ ورو شوی، خو د ټول کال د بهرنې سوداګرۍ حالات به د تير کال په نسبت ښه شي.
د روان کال په تيرو څلورو مياشتو کې اروپايي ټولنه د چين لومړی لوی سوداګريز همکار و او امريکا دوهم مقام نيولی. (هيله)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |