د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې،د امريکا د بهرنيو چارو وزير ريکس تېلرسن په وروستيو ورځو کې د کوريا ټاپووزمۍ د ذروي مسئلې په اړه تازه رويه څرګنده کړه.د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند ګنګ شوانګ د می په ۸مه نېټه په بېجينګ کې وويل چې امريکا د اوسنيو حالاتو په وړاندې د خبرو اترو او سلامشورو له لارې د مسئلې د حل و فصل نښه خپره کړه چې مثبت رول يې لوبولی دی.
په وروستيو ورځو کې د امريکا د بهرنيو چارو وزير ريکس تېلرسن وويل چې امريکا د شمالي کوريا د سياسي قدرت بدلون او ړنګېدل او د جنوبي کوريا او شمالي کوريا ترمنځ د يووالي بهير چټکتيا نه غواړي.بلکې شمالي کوريا ته دا خبر ورکوي چې يوازې د ذروي وسلو د پاکولو له لارې به امنيت او سمسورتيا رامنځته شي.
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |