CRI Online

د شينجيانګ هنري پلاوي افغانستان ته سفر پيل کړ

cri     (GMT+08:00) 2017-05-08 21:41:44

د سينهوا اژانس د خبر له مخې،د شينجيانګ هنري پلاوی چې له شپږو کسيزو څخه جوړ شوی، د مې په اوومه نېټه افغانستان ته په درې ورځني سفر پيل وکړ، موخه يې دا ده چې د کلتور او هنر په برخو کې د افغانستان له بېلا بېلو ټولنو سره تبادلې او همکارۍ پياوړې کړي.

د افغانستان اجراييوي رئيس عبدالله عبدالله په اوومه نېټه په کابل کې له دې پلاوي سره وکتل. هغه د دې پلاوي هر کلي وکړ او و ي ويل چې افغان حکومت په بېلا بېلو ساحو کې له چين سره د اړيکو ټينګښت ته په درنه سترګه ګوري، باور لرم چې د شينجيانګ د هنري پلاوي د دې سفر په اثر به د شينجيانګ د پرمختګ حالات پوره وپېژني چې د دواړو خواوو ترمنځ د تګ راتګ او همکارۍ لپاره بنسټ وښيي.

د شينجيانګ د هنري پلاوي مشر وويل، اوس د چين حکومت د ورېښمو لارې د اقتصادي کمربند د جوړونې لپاره هلې ځلې کوي، شينجيانګ د دې کمربند په مرکزي سيمه کې پروت دی او د چين او افغانستان ترمنځ د همکارۍ يوه کليدي سيمه هم ده. افغانستان د شينجيانګ په اړه لا زيات مالومات تر لاسه کول نه يوازې د اقتصادي کمربند د جوړونې بلکې په بېلا بېلو ساحو کې د دواړو خواوو د همکارۍ او تبادلې لپاره ګټور دي. (هيله)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای