د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د سوريې مسئلې په اړه د م م سرمنشي د ځانګړي استازي دفتر د می په اتمه نېټه په جنيوا کې د يوې اعلاميې په خپرولو سره وويل، چې د م م په مشرۍ د سوريې مسئلې په اړه د نوي پړاو د سولې خبرې به د می په ۱۶ مه نېټه په جنيوا کې پيل شي.
په اعلاميه کې راغلي چې ځانګړي استازي ډيمستورا پلان جوړ کړی چې د می په ۱۶ مه نېټه په جنيوا کې د سوريې د سولې خبرې پيل کړي. د خبرو په دغه او راتلونکو پړاوونو کې به ډيمستورا او اړوندې غاړې د م م د امنيت شورا د ۲۲۵۴ م پريکړه ليک په چوکاټ کې د خبرو د اجنډا په اړه بحث وکړي. اوسمهال خبرو ته د تياريانو بېلابېلې چارې روانې دي.
ډيمستورا هيله وښوده چې په سوريه کې د اوربند تړون چې په تېره اوونۍ کې استانا کې لاسليک شوی، په بشپړه توګه به پلې شي، ترڅو د زور زياتي پېښې به تر ډېره کمې شي او د نوي پړاو د سولې خبرو لپاره به مساعد چاپيريال جوړ شي.(زرينه)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |