CRI Online

د مديترانې په سمندر کې د بيړيو د ډوبېدو له امله ٢٤٥ کډوال ورک او يا مړ شوي

cri     (GMT+08:00) 2017-05-09 09:12:56

د سين هوااژانس د خبر له مخې: د م م د کډوالو چارو ادارې وياند سيسيلي پويلي د می په ٨مه نېټه د دې خبر پخلی وکړ چې په دې وروستيو ورځو کې د مديترانې په سمندر کې د بيړيو د ډوبېدو دوې پيښې شوې چې په بيړيو له سپرو ٣٠٢ کډوالو څخه يوازې ٥٧ ژغورل شوي او ٢٤٥ تنه نور ورک او يا مړ شوي دي.

نوموړي وويل چې د می په ٥مه نېټه يوه بيړۍ چې پکې١٣٢ تنه کډوال سپاره و، د مديترانې په سمندر کې ډوبه شوې چې ٥٠ تنه ژغورل شوي او د ښځو او ماشومانو په شمول ٨٢ تنه نور ښايي مړه شوي. په ٧مه نېټه يوه بله بيړۍ چې پکې ١٧٠ تنه کډوال سپاره و، ليبيا ته نژدی په سمندر کې ډوبه شوې چې ١٦٣ تنه ورک او يا مړه شوي دي.

ژباړونکې:ډيوه

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای