CRI Online

د پاکستان د ماليې وزير د پاکستان د اقتصادي ودې په اړه خوشبيني څرګنده کړه

cri     (GMT+08:00) 2017-05-09 09:14:40

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د پاکستان د سوداګرۍ ريکاردر ورځپاڼې د می په اتمه نېټه خبر ورکړ چې د پاکستان د ماليې وزير محمد اسحاق دار د اسيا پرمختګ بانک د جوړيدو د ۲۰ کليزې په کلنۍ غونډه کې د ګډون پر مهال ويلي چې په ۲۰۱۷ مالي کال کې د پاکستان د پولي تورم انډول ۴٪ ته راټيټ شوی او دغه شمير له تېرو ۴۷ کلونو راهيسې ډېر ټيټ دی، ښايي په روان مالي کال کې د پاکستان د جي ډي پي د زياتوالي انډول تر ۵٪ زيات شي.

نوموړي زياته کړه چې د پاکستان اوسنۍ عمومي اقتصادي وده ثابته ده او اوسمهال عمده دنده د اقتصاد د دوام لرونکي پرمختګ موندل دي، زموږ موخه دا ده چې په ۲۰۱۹ مالي کال کې په جي ډي پي کې ۷٪ زياتوالی راولو.(زرينه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای